IQNA

  د حج د قرآنی کاروان مصروفې ورځې،د ایرانیو قاریانو دتلاؤت حاجیان تود هرکلی کوي(غږ)

15:41 - June 13, 2023
د خبر لمبر: 3487467
 د د ۱۴۰۲ کال دحج د قرآني کاروان غړي نړیوال قاری  ددې خبرې په کولو سره چې په مکې مدینې کې ډيرې مصروفې شپې ورځې تیروي، ووئيل،یو هغه پروګرام چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ټينګار ته په پام سره   په کاروان نور کې ئې ظرفیت فعال شوی دی ، دغیر ایرانیانو په کاروانونو کې تلاؤت دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،سږکال کال کاروان نور د ایران د یوه نړیوال قاری احمد ابوالقاسمي په سرپرستۍ کې له ۱۲ولایتونو څخه د قرآن کریم د  شلو قاریانو او حافظانو په شتون سره  د وحي ټاټوبي ته تللی دی  څود بیت الحرام او مدینې منورې په حاجیانو او زیارتوالو کې د پروګرام او د قرآني محفلونو په اجرا کولو سره ،د نوروهیوادونو په حاجیانو کې له قرآن سره د انس کلتور دودول  منعکس کړي.

له قرآن سره د انس په محفلونو کې د شیعه او سني  پشمول  دایرانیو  حاجیانو ولولناک شتون دایران د اسلامی جمهوریت په خلکو کې د قرآن کریم د هغه ځائيګي ښودنه کوي چې دحج په شپو ورځو او له دې وروسته وخت کې ددغه الهي کتاب چورلیز  داسلامی وحدت  او یوزړتوب د پياوړي کولو زمینه جوړونکی دی.

کاروان قرآنی حج

د ایران د اسلامی  جمهوریت  یوځوان او نړیوال قاری سید محمد  حسینی پور  له ایکنا سره په خبرو کې په وروستیو شپو ورځو کې د کاروان نور دغړو له خوا  داجرا شوو پروګرامونو په باب وائي،  د نور قرآني کاروان  دم ګړۍ  هم په مدینې منورې کې او هم په مکې مکرمې کې ډیرې مصروفې شپې ورځې تیروي  او د خداي په مهربانۍ سره ئې په هغو ډيرو پروګرامونو کې چې د رهبرۍ د ستر مقام د بعثې لهخوا ترسره شوي ګډون  کړی دی. 

دایران دغه نړیوال قاري  هغوترټولو مهمو پروګرامونو ته په اشارې سره چې دمګړئ په مدینې  او مکې کې ترسره کیږی،ووئيل، ددغو پروګرامونو ترټولو مهمه برخه دایرانیو حاجیانو په هوټلو کې د بعثې معرفي کول او د انس دمحفلونو ترسره کول او د دعای کمیل او دعای ندبه دستورو جوړول دي چې د هر یوه پروګرام په پیل کې  د دعا له لوستلو  مخکې د کاروان نور د غړو له خوا د قرآن کریم  تلاؤت ترسره کیږی.دایرنیواهل سنت حاجیانو ځانګړي قرآني  محفلونه هم هره شپه د دوي ددیره کیدا په هوټلو کې ترسره کیږي.

حسیني پور روښانه کړې ده ،یوهغه پروګرام چې داسلامی انقلاب دستر لارښود ټينګار ته په پام سره  په کاروان نور کې ئې ظرفیت فعال شوی دی ، دغیر  ایرانیو حاجیانو په کاروانونو کې دتلاؤت کول دي او د وخت په تیریدا سره  به د کاروان نور دغه برخه نوره هم فعاله او رنګینه او ځلیدونکي کړي.

هغه  د قرآني کاروان او پروګرامونو څخه دعربستان دهرکلي په باب هم ووئيل، طبیعتا  دهغو قوانینو په  دلیل چې  په مسجد الحرام او مسجد النبي کې وضع شوي دي، تر  یوه حده د قرآني خود  جوشه پروګرامونو داجرا لپاره سخته ده.

حج ته د لیږل شوي قرآنی کاروان دغه غړي په دوام کې ووئيل، دلیږل شوو ټولو قاریانو اصلي قرآني پروګرامونه به  په مسجد الحرام کې د قرآني حلقې په بڼه کې وي. دمونږ  تلاؤتونه   دنورو هیوادونو د زیارتوالو او حاجیانو لپاره  ډيردحیرانتیا و دي او معمولا  پوښتنه کوي، چې د کوم هیواد یاست  او منتظر وي چې واوري مصریان یوو.

 حسیني پور ددې خبرې په کولو سره چې قرآن کریم له هیڅ ډول اختلاف او کمي پرته د ټولو مسلمانانو  یوازینی مشترک سپرکی دی او ددې په اساس  دتلاؤت اهمیّت او ځائيګی مشخص کیږی،ووئيل؛ د وهابیّت له خوا ناسم ناسمې خبرې مطرح کیدې  چې د ایرانیانو قرآن دنورو مسلمانانو له قرآن سره توپیر لري او  دا بریالی شتون ،په ذهنونو کې دهغوي  خبرې باطلې کوي او د ردیدا ټپه پرې وهي.

 https://iqna.ir/fa/news/4147045

captcha